بازتاب نیوز

مایک پمپیو افغانستان ته خپل سفر ˈډېر نهیلی کوونکیˈ بللی

٧ وری ١٣٩٩ خبر تلویزیون یک

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو افغانستان ته خپل وروستی سفر له دې امله زیات نهیلی کوونکی بلل چې د سیاسي کړکیچ حلولو کې پاتې راغلی دی.

ښاغلي پمپیو پرون چهارشنبې واشینګټن کې یوې خبري ناستې ته ویلي: "باید رښتیا ووایم، چې دا سفر ډېر نهیلی کوونکی و. د ټولو ښکیلو غاړو هڅولو هڅې به دوام ولري، ترڅو ټول سولې ته غاړه کیږدي. له همدې امله زه لا هم افغانستان کې د سولې خبرو راتلونکي ته خوشبینه یم."

مایک پمپیو ویلي اوس د سولې وخت دی او افغان سیاسي مشران باید یوې سیاسي حل لارې موندلو لپاره یو موټی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د همدې اونۍ په پيل کې کابل ته راغی او د څو ساعتونو لپاره یې له اشرف غني او عبدالله عبدالله سره د سیاسي جوړجاړي لپاره خبرې وکړي، خو د دواړو خواوو پخلا کولو کې له پاتې راتلو وروسته قطر ته لاړ.

هغه قطر کې د طالبانو سره سیاسي مشرانو سره د سولې پر خبرو او د بندیانو خوشې کولو څرنګوالي باندې خبرې وکړې.

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/41635-2020-03-26-06-27-01

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading