بازتاب نیوز

کندوز کې د کورونا د تشخيص په روغتون کې د تجهيزاتو د نشت په اړه د خلکو شکايت

٧ وری ١٣٩٩ سلام وطندار

د کندوز ولايت يو شمېر اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي په دې ولايت کې د کورونا د تشخيص په روغتون کې د تجهيزاتو له نشته شکايت کوي.

دوی د کندوز پر سيمه‌ييزو مسوولانو نيوکه کوي او وايي چې ياد روغتون کې د روغتيا د برخې کارکونکي کم دي او له حکومته غواړي چې دې روغتون ته جدي پاملرنه وکړي.

د ياد ولايت د ولايتي شورا غړی امرالدین ولي وايي، هغه روغتون کې د کورونا ويروس درملنې لپاره ځانګړی شوی، هېڅ تجهيزات نه لري.

نوموړی خبرداری ورکوي که حکومت په ځانګړې توګه د عامې روغتيا وزارت په دې برخه کې جدي پاملرنه ونه وکړي، په کندوز ولايت د کورونا ويروس خپراوی به انساني ناورين رامنځته کړي.

د کندوز د ولايتي شورا بل غړی غلام‌رباني رباني هم وايي چې حکومت بايد ډېر ژر یاد روغتون لپاره تجهيزات ورکړي.

له دې سره د کندوز د عامې روغتيا رياست رييس احسان‌الله فضلي د يو شمېر ستونزو موجوديت مني او وايي، دا موضوع د حکومت له مرکزي ادارې سره شريکه کړې.

د نوموړي په وينا، ياد روغتون خپل فعاليت پيل کړی او تراوسه پورې له کومې جدي ستونزې سره نه دي مخ شوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې په کندوز ولايت کې د کورونا ۲ شکمنې پېښې ثبت شوې دي چې له دې ډلې يوه يې منفي او د بلې پايله يې لا تر اوسه نه ده معلومه.

د کندوز د عامې روغتيا د مسوولانو په وينا، شکمن کسان تازه له ايرانه راغلي دي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=54030

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading