بازتاب نیوز

د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه.

٧ وری ١٣٩٩ ټي آر ټي

 

چاودنه د کابل د پولیسو د ۸ مې حوزې په سیمه کې شوې ده .

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین  ویلي‌ دي‌ چې نن د غرمې د ۱۲ بجو او ۱۵ دقیقو د کابل د ۸ حوزې په سیمه کې چاودنه شوې .

هغه ویلي‌ دي‌ چې د لومړنیو معلوماتو له مخې چاودنه د مقناطیسي بم له امله رامنځته شوې ده .

هغه ویلي‌ دي‌ چې پدې چاودنه کې چاته ځاني‌ زیان ندی اوښتی.

 چاودنه  د هندوانو د شمشان یا مړو د سوځولو د ځانګړي‌ ځای په دروازه کې شوې ده . د ویلو ده چې تیره ورځ په کابل کې د شوربازار په سیمه کې د هندوانو په درمسال یا عبادت ځای ډله ایز ترهګریز برید وشو چې په نتیجه کې ۲۴ تنو هندوانو ژوند د لاسه ورکړ.

نن د نوموړو هندوانو جنازې سوځول کیدې چې د هندوسوزان په دزوازه کې مقناطیسي‌ چاودنه وشوه. ویل کیږي‌ پدې مراسمو کې یو زیات شمیر امنیتي‌ ځواکونو هم ګډون کړی وو خو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه پورې معلومات نشته.

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2020/03/26/d-fgnstn-ph-plzmynh-khbl-kh-chwdnh-wshwh-1385408

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading