بازتاب نیوز

عبدالله: د سیاسي بحران حل د مشرانو په لاس کې دی؛ خبرو ته چمتو یو

٧ وری ١٣٩٩ بی بی سی

د افغانستان پخوانی اجراییه مشر عبدالله عبدالله وايي، چې مخکښې څېرې دې د روان سیاسي بندون د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ور کړي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، د روان سیاسي کړکېچ د اواري لپاره مشران په ملي کچه ښکېل شي په لسو ورځو کې به دا مشکل اوار کړي:

"د افغانستان ولس ته د خپلو ولسي ګټو په لار کې یو ځل بیا خپله ژمنه تکراروم، د افغانستان ولس له ملاتړ مننه کوم زما وړاندیز د ادی چې د هېواد مشرانو چې په ملي کچه کوم ګام پورته کړی که نور درې څلور پنځه ملي شخصیتونه دې بهیر ته ور ګډ شي او خپلو هڅو ته دوام ور کړي، یو لس ورځې وخت ور کړو، ترڅو هغه ګامونه چې د خلکو د تشویش او د او مشکلاتو سبب کېږي مخه یې ونیول شي - او دې لسو ورځو کې زه ډاډ در کوم څه چې زموږ له لاسه کېږي- چې د خلکو استازي کوو- ترې درېغ به یې نه کړو چې دې کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي."

د نوموړي دا وړاندیز په داسې مهال دی چې له دې مخکې هم د حامد کرزي، عبد رب الرسول سیاف د امریکا ځانګړي استازي د لوړې له مراسمو مخکې او له هغه وروسته د سیاسي کړکېچ د اوارولو هڅه کړې خو نتیجه یې نه ده ور کړې.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولسمشر غني ګټونکی اعلان کړی، خو عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې نه مني او وايي دی بریالی شوی دی.

نوموړی د ولسمشر غني د لوړې مراسمو په ورځ ځان ته هم ورته مراسم جوړ کړي و او له هغه مخکې یې هم د موازي حکومت د جوړولو خبره کړې وه.

غني: له اساسي قانون سره ټکر کې غوښتنې نه منم

خو امریکا له اوله د موازي حکومت سره مخالفت ښودلی و او د مارچ پر ۲۳ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته راغی، داسې ویل کېدل چې د دواړو مشرانو ترمنځ منځګړتوب کوي، خو ښاغلي عبدالله نن په یوه خبري غونډه کې دا خبره رد کړه:

"په نننۍ غونډه ښاغلي عبدالله عبدالله د ولسمشر غني دا خبره رد کړه چې په کابینه کې یې برخه ور کوله، خو نوموړي د اساسي قانون بدلون غوښت چې د ده واک کې نه دی."

ښاغلي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وروستي سفر ته په اشارې وویل، چې د نوموړي او ولسمشر غني ترمنځ د روان سیاسي کړکېچ د منځګړتوب لپاره نه و راغلی.

دوی چې څنګه له ما او ولسمشر غني سره ګډه ناسته کې خبرې وکړې د منځګړتوب لپاره نه و راغلی بلکې غوښتل یې له ټاکنو او ټاکنو کې له درغلیو راغلي سیاسي کړکېچ اوارولو باندې ټینګار وکړي.

ویل یې فارمول نه لري او نه غواړي فارمول وتپي، بلکې د ډاکټر صیب غني او زما په ګډون د هېواد مشران دا مسوولیت لرو چې دې کړکېچ ته حل پیدا کړو.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-52044844

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading