بازتاب نیوز

دفاعي ځواکونو لعل و سرجنګل ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی ولسوال وژلی

٧ وری ١٣٩٩ آریانا نیوز

دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د غور ولایت د دلتیارولسوالۍ پر یو شمېر برخو بریدونه تر سره کړ؛ خو ملي او دفاعي ځواکونو یې مخه ونیوله او د یو ولسوال په ګډون یې ۸ طالبان ووژل.

دفاعي ځواکونو لعل و سرجنګل ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی ولسوال وژلی

دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د غور ولایت د دولتیارولسوالۍ پر یو شمېر برخو بریدونه تر سره کړل؛ خو ملي او دفاعي ځواکونو یې مخه ونیوله او د یو ولسوال په ګډون یې ۸ طالبان و وژل.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ هر یو د  لعل و سرجنګل ولسوال قاری رووف، د زردغال د کلي ماین جوړوونکی قاری نیت الله د امان الله، د پشته نوراوسیدونکی محمدامین د سرور،  ربانی د غلام حیدر، د سمک اوسیدونکی جمهور د خال محمد،  حیات الله د نورالله ، د مرغاب استوګن مصطفی د امیرداد او  محمد نور د دوست زامن وژل شوي، چې دې  ټولو له یاد ولسوال قاري رووف سره تړاو درلود.

د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په نښته کې ۶ طالبان هم ټپي شوي؛ ۶ میله کلاشینکوفونه او یو میل ۸۲ ملي متري توپ هم ملي امنیتي ځواکونو تر لاسه کړي دي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/دفاعي/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading