بازتاب نیوز

حکومت ۱۰۰ طالب بنديان خوشې کوي

٧ وری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۹ل): د ګډ حکومت د ملي امنيت شورا ويلي، د مارچ تر ۳۱مې نېټې به سل طالب بنديان په مشروط ډول خوشې کړي.

د ملي امنيت شورا وياند جاويد فیصل ويلي، دا بنديان به له طالبانو سره د سلامشورو پر اساس د بشري خواخوږۍ له مخې په دې شرط خوشې کړي، چې بیا به د جګړو ډګر ته نه ورګرځي.

د جاويد فیصل په وينا د بنديانو د خلاصون دا پرېکړه د حکومتي او طالب استازو د ويډيويي کنفرانس پر مهال شوې ده.

د ملي امنيت شورا وياند زياته کړې، چې د بنديانو له خلاصون مخکې به د طالبانو د بنديانو کميسيون استازي کابل ته راځي او تر هغه وروسته به د بنديانو د خلاصون لړۍ پيل شي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين هم ويلي، د دوی پلاوی به بګرام زندان ته ورځي او هلته به د طالب بنديانو په پېژندلو کې مرسته وکړي.

د امريکا سفارت او د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د بنديانو په اړه د حکومت او طالبانو د سلامشورو او پرمختګ په اړه خوشبيني ښودلې ده.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/161346/حکومت-۱۰۰-طالب-بنديان-خوشې-کوي/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading