بازتاب نیوز

افغان حکومت په مشروط ډول سل طالب بندیان ازادوي

٧ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

پرون افغان حکومت او طالب استازو له یو بل سره د سکایب له لارې د بندیانو پر خوشې کولو خبرې وکړې. د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي د چهارشنبې ورځ طالبانو او افغان حکومت د تماس ډلو ترمنځ د بندیانو پر خوشې  کولو خبرې شوي او ددې مخامخ خبرو وروسته افغان حکومت پرېکړه کړې، چې سل طالب بندیان به په مشروط ډول خوشې کوي. د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل ویلي چې دا بندیان به د راروانې سه شنبې د وري دولسمې ورځې پورې خوشې شي. ده همدارنګه ویلي چې د نورو بحثونو لپاره به په راتلونکو ورځو کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ خبرې وشي. قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم منلي چې د دوی ډلې د افغان حکومت له استازو سره د بندیانو پر موضوع څلور ساعته خبرې کړي دي. د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د بندیانو د خوشې کولو پر سر د جنجالونو له کبله د بین الافغاني خبرې هم ځنډیدلي دي.   The post افغان حکومت په مشروط ډول سل طالب بندیان ازادوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/03/26/افغان-حکومت-په-مشروط-ډول-سل-طالب-بندیان/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading