بازتاب نیوز

د غور ولایت لعل و سرجنګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

٧ وری ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

د غور ولایت لعل و سرجنګل ولسوالۍ لپاره د طالبان نومول شوی ولسوال “قاري روف” د افغان امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت وايي، تېره شپه وسلوالو طالبانو د غور ولایت دولتیار ولسوالۍ پر یو شمېر برخو برید وکړ، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ورسره نښته وکړه.

ملي دفاع وزارت وايي، د طالبانو د برید په ځواب کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له ځان او خلکو څخه د دفاع په موخه د دغه ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی ولسوال قاري روف په ګډون لس طالبان یي ووژل.

 د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه کې همدراز راغلي چې نښته کې شپږ طالبان ټپیان شوي هم دي، خو دا چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرګ ژول اوښتې او کنه ملي دفاع وزارت یې په اړه څه ندي ویلي.

بلخوا طالبانو هم تر اوسه د ملي دفاع وزارت لخوا دې خپرې شوې خبرپاڼې په هکله څه ندي ویلي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/25743

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading