بازتاب نیوز

په هېواد کې د کرونا ویروس له امله دریمه مړینه

٧ وری ١٣٩٩ خبرگزاری خاورمیانه

په هېواد کې په کرونا ویروس( کوییډ ۱۹) باندې د مړینې دریمه پیښه په هرات کې د یوې ۵۰ کلنې ښځې په نوم ثبت شوه. د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې، دغه پیښه نن (وري۷) ثبت شوي ده. د هرات ولایت د عامې روغتیا رییس عارف جلالي ملې ټلویزون ته ویلي دي چې د مړینې تازه پیښه د یوې ۵۰ کلنې ښځې ده. له دې وړاندې هم دوه تنه په هرات کې (یوه ښځه) او په بلخ کې ( یو سړی) پر کرونا ویروس د اخته کیدو له امله وژل شوي وو. اوس مهال د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې ۸۰ تنه پر کرونا ویروس اخته دي چې ډیرې پیښې یې په هرات کې ثبت شوي دي. د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې اوس مهال ۲۸ تنه په کرونا ویروس اخته هغه کسان دي چې په ویروس د ککړو هېوادونو سابقه نه لري او ۲۳ تنه یې په هرات کې دي. نوشته په هېواد کې د کرونا ویروس له امله دریمه مړینه اولین بار در پشتو. پدیدار شد.

اصلي اړیکې: https://middleeastpress.com/pashto/1399/01/07/په-هېواد-کې-د-کرونا-ویروس-له-امله-دریمه/

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری خاورمیانه په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading