بازتاب نیوز

د درمسال د پیښې د «هندو سوځونې» پر مراسمو چاودنه

٧ وری ١٣٩٩ خبرگزاری خاورمیانه

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ښار په اتمه حوزه کې د اهل هنودو درمسال د «هندوسوځونې» درب شمشان دروازې ته نږدې چاودنه رامنځته شوي ده. د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن غرمه(وري ۷) د ۱۲:۱۵ دقیقو په شاوخوا کې د تیرې ورځې د «هندو سوځونې» پر مراسمو یوه چاودنه ترسره شوي ده. د کورنیو چارو وزارت تایید کړي چې دغه پیښه د یوه مقناطیسي ماین له کبله رامنځته شوي ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند ،طارق ارین وایي چې د لمړنیو مالوماتو له مخې دغه چاودنه تلفات نه لري. نن ورځ د ۲۴ تنو اهل هنودو د سوځونې مراسم چې تیره ورځ د کابل ښار په لمړۍ امنیتي حوزه کې د هغوې پر درمسال باندې د ځان وژونکو بریدګرو په حمله کې وژل شوي وو،د کابل په «قلعه چه» کې د سختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره کیدل. نوشته د درمسال د پیښې د «هندو سوځونې» پر مراسمو چاودنه اولین بار در پشتو. پدیدار شد.

اصلي اړیکې: https://middleeastpress.com/pashto/1399/01/07/د-درمسال-د-پیښې-د-هندو-سوځونې-پر-مراسم/

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری خاورمیانه په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading