بازتاب نیوز

د عامې روغتیا وزارت د نشه‌يي توکيو د تقاضا کمولو رياست کارکوونکيو څو میاشتې معاش نه دی اخيستی

٧ وری ١٣٩٩ سلام وطندار

د عامې روغتیا وزارت د نشه‌يي توکيو د تقاضا کمولو عمومي ریاست کارکوونکي سلام‌وطندار ته وايي، د دغه بنسټ د مالي برخې مسوولان فساد کې ډوب دي او هغوی له میاشتو راهیسې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د معترضانو په غوښتنه راپور کې د هغوی نومونه مستعار دي او د راپور  متن کې د هغوی غږونه هم لوستل شوي دي.

د دغه ریاست له کارکوونکيو الیاس وايي، د مدیریت کمزورتیا، په لوړې تنخوا سره سلیقه‌يي ګمارنې او د دغه ریاست د مشرۍ په کچه د فساد موجوديت لامل شوی چې څلور میاشتې خپلې تنخواوې ترلاسه نه کړي.

د الیاس په وینا، د ۱۳۹۸ مالي کال د قوس میاشتې له دولسمې وروسته یې تراوسه خپل امتیازونه نه دي اخیستي او د پیسو نه درلودو  له کبله له دفتره تر کوره پورې پلي ځي.

د دغه ریاست بل کارکوونکی صمد د معاشونو نه ترلاسه کولو لامل، د دغې ادارې د مشرۍ خود‌خواهي، ځواب نه ورکول او شخصي مصروفیتونه بولي.

د هغه په وینا، د دغه ریاست د خوراکي توکيو او د بېلابېلو برخو د اړتیاوو تړون‌کوونکې ځانګړې کړۍ، د نورو کارکوونکيو پر وړاندې بې‌اعتنا ده او هېڅ ډول ځواب نه ورکوي.

خو د عامې روغتیا وزارت د نشه‌يي توکيو د تقاضا کمولو رییس شاپور یوسف د دغو کارونکيو ادعاوې نه مني او وايي چې بوديجه کې ځڼد راغلی.

ومو غوښتل د دغې موضوع په تړاو د عامې روغتیا وزارت نظر هم ترلاسه کړو؛ خو د دغه وزارت د ویاند مرستیال توحید شکوهمند څو ځله فرصت وغوښت او وروسته یې خپل ټلفون بند کړ.

د نشه‌يي توکيو د تقاضا کمولو ریاست د عامې روغتیا وزارت تر اثر لاندې بنسټ دی چې تر ډېره پر نشه‌‌يي توکيو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې فعالیت کوي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=54044

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading