بازتاب نیوز

د کرونا څخه د مخنیوي په خاطر تر لس زرو زندانیان خلاصېږي

٧ وری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د زندانونو د چارو د تنظیم عمومي مسئول «احمد راشد توتاخېل» وایي، د کرونا د مخنیوي په خاطر تر لس زرو پورې زندانیان خلاصېږي.

توتاخیل چې نن یې د لوی څارنوال او د روغتیا د وزیر په حضور کې په کابل کې رسنیو ته خبرې کولې، وویل، د کورونا له خپراوي څخه د مخنیوي په موخه د افغانستان حکومت په زندانونو کې د ننه ټول تدابیر نیولي، له پایوازانو سره د بندیانو اړیکه پرې شوې او نوي زندانیان له ازمویني پرته بلاکونو ته نه تقسیمېږي.

توتاخېل زیاتوي «د روغتیا وزارت له لارښوونو سره سم باید د زندانیانو تر منځ فاصله رامنځته شي، خو د افغانستان په زندانونو کې تراکم زیات دی او فاصله ممکنه نه ده، نو ځکه ښايي، د نورو هیوادونو له تجربو څخه ګټه واخستل شي او یو شمېر زندانیان ازاد شي.»

د توتاخیل په خبره، د عدلي او قضايي ارګانونو او د زندانونو له ادارې سره په همغږۍ به د اشرف غني د فرمان سره سم له ۹-۱۰ زره زندانیانو د خلاصون پروسه تر لسو ورځو پورې وروستۍ شي.

نوموړي ددې تر څنګ ټینګار وکړ، چې په خلاصېدونکو زندانیانو کې هيڅوک داسې شتون نه لري، چې د افغانستان داخلي امنیت او یا هم بهرني امنیت ته ګواښ وي.

که څه هم څرګنده نه ده، چې په خلاصېدونکو بندیانو کې طالبان هم شته یا نه ، خو دغه فرمان داسې مهال ورکول کېږي، چې تېره ورځ طالبانو او حکومت د زندانیانو په خلاصون موافقه وکړه او پرېکړه وشوه، د مارچ په ۳۱ مه نېټه به د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون پروسه عملا پیل کېږي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/161355/د-کرونا-څخه-د-مخنیوي-په-خاطر-تر-لس-زرو-زن/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading