بازتاب نیوز

کرونا وبا افغانستان کې د یوه بل کس ژوند هم واخیست

٧ وری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، هرات ولایت کې پر کرونا وبا یوه بل کس هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هرات روغتیا وزیر عبد الحکیم تمنا وایي دغه کس چې ۵۵ کاله عمر یې درلود، روغتون کې د کرونا ویروس له کبله بستر و، خو ډاکټران وایي چې نورې ناروغۍ یې هم درلودې.

د عامې روغتیا وزارت وایي، افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته ۸۴ کسانو له ډلې پنځه تنه روغتیایي کارکونکي دي چې د ناروغانو د درملنې پرمهال ورته ویروس رسیدلی دی.

نړیوال طبي پوهان یادونه کوي چې کرونا وبا ډير کم داسې کس وژني چې نورې ناروغۍ ونه لري، د کرونا سربېره شکر، زړه ناروغي، سرطان او د لوړ فشار لرونکي ناروغان له کرونا زیات اغیزمن کیږي.

افغانستان کې تر دې مهاله د کرونا ویروس ۸۴ مثبتې پېښې ثبت شوي دي، خو په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د تازه پېښې راپور نه دی ورکول شوی خو راپورونه په بلخ ولایت کې د ۹ شکمنو پېښو خبر ورکوي.

د ننۍ پېښې سره په هېواد کې د کرونا له کبله د مړینو شمېر ۳ کسانو ته پورته شو، دوه په هرات او یو په بلخ کې وژل شوی چې یوه یې میرمن هم ده.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/161359/کرونا-وبا-افغانستان-کې-د-یوه-بل-کس-ژوند/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading