بازتاب نیوز

غزني: ټګانو وروستیو کلونو کې له سوداګرو میلیونونه ډالر وړي

٧ وری ١٣٩٩ بی بی سی

Image caption د غزني سوداګر وایي چې حکومت د ټګانو پر ضد هېڅ نه دي کړي

د غزني ځايي سوداګر او پانګوال وايي،‌ په تیرو څو کالو کې یو شمیر کسانو له دوی نه په ټګۍ برګۍ او چل ول تر یو سل او شل میلیونه ډالر وړي او لوټ کړي دي. ډېری لوټ شوي چې صرافان دي وايي، ځایي حکومت نه دی توانېدلی چې له دې چل ناکو او ټګانو نه د دو پیسې بیرته واخلي.

خو د عدلي او حقوقي چارواکو په خبره تر اوسه يي په دې اړوند یوشمیر دوسيي او پیښې د قانون په چوکاټ کې څیړلې دي.‌

آقا محمد احمدزی په غزني ښار کې د طرافانو د اتحاديي رئیس دی. نوموړي د دې ټګانو په اړه بي بی سي ته وویل:

"دا خلک د دولت لخوا د رسمی کاروبار جواز لري. دلته د خلکو په منځ کې راکړه ورکړه د هماغه کاري او تجارتي جواز له مخې کوي. خو دوی وروسته بیا وتښتي. عدلي ارګانونو ته مو هم مراجعه کړې. یو څه موده يي ور وغواړي خو اخیر هېڅ ونشي".

د افغانستان په قوانینو کې پور او دَین د ټولنې د غړو ازادي نه سلبوي.

د غزني سوداګر وايي، دا دوکه ماران، ټګان او چلناک کسان په سوداګریز چارو کې د قانون له همدې مادې نه ناوړه ګټه اخلي.

د یاسین په نامه یو بل زیانمن سوداګر د خپلې تجربې په اړه بي بي سي‌ ته وویل

"دوه لکه ډالر رانه ټګانو یوړل. عدلیی او حقوقی ادارو یوازي ۲۵ سلنه پیسې بیرته ترېنه واخیستلای شوې. خو دا اوس هم اویا زره ډالر یوه بل کس رانه وړي. عدلیي ریاست ته يي ور وغواړي. هلته دی بس همدومره ووایي چې درکوم يی. بس په همدې په همدې خبره ختمه شي. دا يي اتم کال دي چې نه يي راکوي".

Image caption سوداګر تور لګوي چې ډېری ټګان له حکومتي جوازونو ناوړه ګټه اخلي

د غزني عدلیی رئیس عزیزالله بصیر په دې باور دی چې د مالي چارو ناسم میکانیزم، په تور بازار کې پولي بهیر او او په حقوقي چارو کې د سوداګرو نا خبري د دې سبب شوې چې دوی کله ناکله د دوکه مارانو ټګانو له ناوړه کړنو سره مخ کیږي.

نوموړي‌ بي بي‌ سي ته وویل:

"موږ د قانون له مخې نشو کولای دوی بندیان کړو. یو څو دوسیې شته، هغه مو محکمې ته ورکړي. خو داسې یوه قضیه چې میلیونونه ډالر دې له چا وړل شوي وي موږ ته نه ده راغلې. کوچنۍ دوسيي، لکه د څو زرو ډالرو دوسيي شته چې کار پرې روان دی".

دغزني ښار او بازار ته د مرکزي او جنوبي ولایتونو د سوداګرۍ د دروازې په سترګه کتل کیږي.

له دغه ښاره د پکتیا، دایکندي، بامیان، لوګر، پکتیکا او میدان وردګ ولایتونو ته خوارکي او سون توکي، درمل او نور مواد وړل کیږي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-52052000

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading