بازتاب نیوز

هېواد کې د کرونا ویروس یو شمېرې نوې مثبتې پېښې ثبت شوې

٧ وری ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

د عامې ورغتیا وزارت د هېواد یو شمېر ولایتونو د کرونا ویروس د یو شمېر نویو مثبتو پېښو خبر ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند  وحیدالله مایار وايي، تېرو څلرویشت ساعتونو کې د کرونا ویروس لس نوې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې  سره ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۹۰ ته ورسېد.

ښاغلي مایار وویل چې د کرونا ویروس له دغو لس تازه مثبتو پېښو څخه اته یې هرات ولایت او دوه نورې یې نیمروز ولایت کې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، له دغو لسو نو پېښو څخه څلور یې مېرمنې او شپږ یې نارینه دي او په کرونا ویروس اخته شوي، چې له ډلې یې څلور کسان یې نوي له ایران څخه راستانه شوي وو.

افغانستان کې د کرونا ویروس له امله تر اوسه دوه کسان مړ شوي هم دي.

هرات هغه ولایت چې افعانستان کې د کرونا ویروس اصلي او لومړنی ځای بلل کېږي،  او تر نورو ولایتونو ډېرې د کرونا ویروس پېښې پکې ثبت شوي، او له یاد ویروس څخه ډېر د اغیزمن کېدو په حال کې ده.

هرات ولایت کې دا مهال پر ګرځبند بندیز لګول شوی، او ټول ولایت کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/25751

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading