بازتاب نیوز

افغان حکومت له طالبانو سره خبرو ته پلاوی وټاکه

٨ وری ١٣٩٩ بی بی سی

د سولې په چارو کې د افغان حکومت وزارت له وسلوالو طالبانو سره د خبرو لپاره د معصوم ستانکزي په مشرۍ خپل ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړ.

د سولې په چارو کې د افغان حکومت وزیر عبدالسلام رحیمي خپل ټوېتر کې لیکلي، دا پلاوی د ټولنې د ټولو اړخونو او اغېزناکو پاړکو سره له پوره غور او سلا مشورو وروسته ټاکل شوی دی.

د نوموړي په خبره، دا پلاوی دنده لری چې له طالبانو سره خبرو کې د افغان حکومت استازي وکړي.

دافغانستان اسلامي جمهوریت دغه پلاوي ته د بریالیتوب د هیلې سره له دوی غواړي چې د خبرو ټولو پړاوونو کې د هې،اد سترو مصلحتونو، د خلکو ګډو ارزښتونو او د یو موټي افغانستان اصولي دریځ په نظر کې ونیسي او هېواد کې د تلپاتې سول ېاو ټیکا ټینګولو هڅې وکړي.

د پلاوی د غړو نومونه

۱ معصوم ستانکزی د پلاوي مشر

۲ فاطمه ګیلاني

۳ نادر نادري

۴ عبدالمتین بیک

۵ فوزیه کوفي

۶ ضرار احمد مقبل

۷ عبدالهادي ارغندیوال

۸ محمد رسول طالب

۹ حبیبه سرابي

۱۰ داکتر غیرت بهیر

۱۱ محمد حفیظ منصور

۱۲ غلام فاروق مجروح

۱۳ مولوی عنایت الله بلیغ

۱۴ باتور دوستم

۱۵ کلیم الله نقیبي

۱۶ محمد ناطقي

۱۷ جنرال ایوب انصاري

۱۸ شهلا فرید

۱۹ شریفه زرمتي

۲۰ خالد نور

۱۲ داکتر امین احمدی

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-52059051

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading