بازتاب نیوز

د طالبان یو ۱۵ کسیز پلاوی نن کابل ته راځي

٨ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین رسنیو ته ویلي، چې د دوی یو ۱۵ کسیز پلاوی به نن کابل ته ولاړ راشي، څو دلته د طالب بندیانو د خلاصون له بهیره څارنه وکړي. د شاهین په خبره، دغه پلاوی د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په مرسته کابل ته ځي او دنده یې تخنیکي او د بندیانو خلاصون دی. د هغه په خبره، دا په هېڅ صورت بین الافغاني مذاکرات نه شمېرل کېږي او زیاتوي، چې د طالبانو دغه پلاوی به له افغان حکومت سره یوازې د بندیانو د خوشي کولو په اړه له تخنیکي پلوه خبرې وکړي. د یادولوړ ده، چې دوې ورځې وړاندې د حکومت او طالبانو تر منځ په ویډیویي کنفرانس کې پرېکړه شوې، څو د بندیانو د تبادلې بهیر د روانې میلادي میاشتې پر ۳۱ مه رسما پیل شي. ټاکل شوې چې د دې پرېکړې له مخې، افغان حکومت ۵۰۰۰ زره طالب بندیان خوشي کړي او طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ بندیان له بنده ازادوي. The post د طالبان یو ۱۵ کسیز پلاوی نن کابل ته راځي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/03/27/د-طالبان-یو-۱۵-کسیز-پلاوی-نن-کابل-ته-راځ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading