بازتاب نیوز

په لومړي ځل یو شمېر طالب چارواکي کابل ته راځي

٨ وری ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

ټاکل شوې په لومړي ځل یو شمېر طالب چارواکي په ښکاره توګه کابل راشي.

طالبان وايي، ټاکل شوې نن ( جمعه وري ۸ ) د دوي یو پلاوی کابل ته راشي، او دلته د خپلو بندیانو د خلاصېدو شاهدان وي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهل شاهین آزادۍ راډیو ته ویلي، چې ټاکل شوې د دوي یو پنځلس کسیز پلاوی نن کابل ته راشي، تر څو بګرام زندان کې د خپل نوملړ په اساس د بندیانو خلاصون ترسره شي.

سهیل شاهین ویلي چې پلاوی یوازې د بندیانو د خلاصون او د هغوي د تصدیق په موخه کابل ځي، او دا د بین الافغاني خبرو پیل ندی.

افغان حکومت او طالبانو دوه ځلې د ویډیو کنفرانس له لارې د بندیانو د خلاصون په اړه خبرې کړي، او ټاکل شوې چې د مارچ میاشت پر ۳۱ مې نېتې یو شمېر طالب بندیان تر بین الافغاني خبرو مخکې آزاد کړل شي.

تېره ورځ د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جاوید فیصل وویل، چې افغان حکومت او طالبانو تر بین الافغاني خبرو مخکې د یو شمېر طالب بندیانو پر خوشې کېدو صلاح شوي دي.

ښاغلي جاوید پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې راتلونکې اونۍ به سل طالب بندیان په مشروط ډول او د هغوي روغیتايي حالت، عمر او له کرونا ویروس څخه د احتمالي اغیزمنېدو ته په کتو آزاد کړل شي.

که څه هم طالبانو تر بین الافغاني خبرو مخکې د خپلو هغو پنځه زره بندیانو پر خلاصون ټینګار کوي، چې دوي یې نوملړ امریکا ته سپارلی دی، خو افغان حکومت یې ورسره نه مني، او تر خبرو مخکې په دې کچه د طالب بندیانو خوشې کېدل ورته د منلو وړ نده.

افغان ولسمشر اشرف غني تر دې مخکې په مشروط  ډول د ۱۵۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان ورکړ، خو طالبانو یې پر وړاندې مخالفت وښود او هغه چاره بیا ترسره نشوه.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه بین الافغاني مذاکرات د مارچ په لسمه نېټه پیل شي، خو د بندیانو نه خلاصون  او د افغان حکومت له لورې له طالبانو سره د مرکچي پلاوي نه ټاکل دا خبرې تر اوسه هم ځنډولې دي.

افغان حکومت په تازګۍ سره د بین الافغاني خبرو لپاره مرکچي پلاوی اعلان کړ، چې مشري د ملي امنیت د پخواني رئیس معصوم ستانکزي په غاړه ده.

له طالبانو سره د افغان حکومت لخوا اعلان شوی پلاوی:

معصوم ستانکزی

نادر نادري

عبدالمتین بیګ

ضرار احمد مقبل

فاطمه ګیلاني

فوزیه کوفي

محمد رسول طالب

عبدالهادي ارغندیوال

حبیبه سرابي

ډاکټر غیرت بهیر

محمد حفیظ منصور

غلام فاروق مجروح

مولوي عنایت الله  بلیغ

کلیم الله نقیبي

محمد ناطقي

باتور دوستم

جنرال ایوب انصاري

شهلا فرید

شریفه زرمتي

ډاکټر امین احمدي

خالد نور

طالبانو ویلي چې بین الافغاني خبرو کې به له هغه مرکچي پلاوی سره خبرو ته کېني، چې د افغان حکومت له لخوا ټول شموله او ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.

طالبانو په داسې حال کې دا څرګندونې کړي، چې عملا د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي شخړې خپل اوج ته رسېدلي، چې آن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د دوي ترمنځ جوړجاړي کې پاتې راغی.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/25760

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading