بازتاب نیوز

د افغانستان د زابل په ولایت کې ملي‌ اردو په ځواکونو خونړی نفوذي‌ برید شوی دی.

١١ وری ١٣٩٩ ټي آر ټي

 

د افغانستان سیمه ایزو رسینو د زابل ولایت د یوې امنیتي‌ سرچینې له قوله لیکلي‌ دي چې په یاد شوي‌ ولایت کې یو تن نفوذي‌ سرتیري‌ د خپلو ۹ تنو ملګرو د وژلو نه وروسته د طالبانو سره یو ځای شوی دی.

یادې سرچینې ویلي‌ دي‌ چې دا برید د یکشنبې  په شپه ترسره شوی دی.

پيښه د زابل ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

برید کوونکي‌ د خپلو ۹ تنو ملګرو د وژلو نه وروسته طالبانو ته پناه وړې ده.

د بله پلوه د افغانستان د دفاع وزارت بیا په زابل ولایت کې د طالبانو په برید کې د ۶ تنو سرتیرو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.

دفاع وزارت د یو بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې تیره شپه د زابل ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې طالبانو په یوې پوځي‌ هډې برید وکړ چې په نتیجه کې نښته رامنځته شوه. همداشان امنیتي‌ ځواکونو د طالبانو برید په شا تنبولی دی او پدې پرید کې ۶ تنه سرتیري‌ وژل شوی‌ دي.

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2020/03/30/d-fgnstn-d-zbl-ph-wlyt-kh-mly-rdw-ph-hwkhwnw-khwnry-nfwdhy-bryd-shwy-dy-1387382

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading