بازتاب نیوز

ترکیې په افغانستان کې وروستي‌ ترهګري بریدونه په کلکو ټکو وغندل

١٢ وری ١٣٩٩ ټي آر ټي

ترکیې په افغانستان کې وروستي‌ ترهګري بریدونه په کلکو ټکو وغندل.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي‌ دي‌ چې " په ډیرې خواشینۍ  سره مو د افغانستان په تخار، زابل، هلمند او بغلان ولایتونو کې پر افغان ځواکونو ترهګریز بریدونه  په اړه  چې په نتیجه کې یو زیات شمیر افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خبر ترلاسه کړ. ترکیه دا بریدونه په کلکو ټکو غندي، ددې بریدونو د قربانیانو لپاره د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت، ټپیانو لپاره د عاجلې شفاء او د دوست او ورور هیواد افغانستان د میړانه ملت  ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو."

د یادولو وړ ده چې د مارچ په ۲۹ مه نيټه د یکشنبې په ورځ د افغانستان په تخار، زابل، هلمند او بغلان ولایتونو کې د طالبانو لخوا پر افغان ځواکونو ترهګري بریدونه شوي وو چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۵ تنو امنیتي‌ ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی وو.

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2020/03/31/trkhy-ph-fgnstn-kh-wrwsty-trhkry-brydwnh-ph-khlkhw-tkhw-wgndl-1388350

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading