بازتاب نیوز

د ملي امنیت د جندر مسوله تر ټپي کېدو وروسته نن مړه شوه

١٢ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د جندر مسوله شرمیلا فروغ تېره ورځ په کابل کې د یو مقناطیسي ماین په چاودنه کې له درېیو ساتونکو سره ټپي شوه. د ملي امنیت ریاست ویاند حارث جبران کلید ته په خبرو کې منلې، چې شرمیلا فروغ پرون په کابل کې د یو مقناطیسي ماین په چاودنه کې له خپلو درېیو ساتونکو سره ټپي شوه، چې نن یې د سخټو ټپونو له کبله ساه ورکړه. شرمیلا فروغ د ملي امنیت ریاست د جندر برخې مسولیت پر غاړه درلوده. کومې وسله والې ډ‌لې تر اوسه د دغه برید مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی. The post د ملي امنیت د جندر مسوله تر ټپي کېدو وروسته نن مړه شوه appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/03/31/د-ملي-امنیت-د-جندر-مسوله-تر-ټپي-کېدو-ورو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading