بازتاب نیوز

جمهور رییس غني عبدالهادي ارغندیوال د مالیې سرپرست وزیر ټاکلی

١٢ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د جمهوري ریاست له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې عبدالهادي ارغندیوال د جمهور رییس محمد اشرف غني د تازه فرمان له مخې د مالیې سرپرست وزیر ټاکل شوی دی. ارغندیوال د هېواد مطرح سیاسي شخصیت دی، چې تر دې وړاندې یې د جمهوررییس د سلاکار او د اقتصاد د وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي. د یادولو وړ ده چې تېره شپه شاکرکارګر هم د جمهور رییس غني د فرمان پر اساس، د هغه د دفتر رییس وټاکل شو. ښاغلی کارګر د هېواد پېژندل شوې څېره ده، چې په سیاسي او د حکومتدارۍ په برخه کې ډېرې کارنامې او تجربې لري. نوموړي تر دې وړاندې د لنډمهاله حکومتي ادارې د مرستیال، د سوداګرۍ ، اوبو او برېښنا وزارتونو د وزیر او په اذربایجان هېواد کې د جمهور رییس د ځانګړي استازي په توګه دندې تر سره کړې دي. The post جمهور رییس غني عبدالهادي ارغندیوال د مالیې سرپرست وزیر ټاکلی appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/03/31/جمهور-رییس-غني-عبدالهادي-ارغندیوال-د-م/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading