بازتاب نیوز

عبدالله د حکومت له لوري د سولې له اعلان شوي پلاوي هر کلی وکړ

١٢ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

ډاکتر عبدالله عبدالله د سه شنبې په ورځ پخپله رسمي فېسبوک پاڼه د حکومت له خوا د بین الافغاني خبرو لپاره د اعلان شوي پلاوي هرکلی وکړ او د حکومت دغه اقدام یې د سولې په برخه کې مهم ګام وباله. ده سوله د افغانانو لومړیتوب بللې او زیاته کړې یې ده چې دی او تیم یې هڅه کوي، څو په دې برخه کې اختلافونه پیدا نه کړي. دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت تر اوږده ځنډ وروسته د تېرې جمعې په ورځ د معصوم ستانکزي په مشرۍ له طالبانو سره د خبرو لپاره ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړ. اروپايي ټولنې، امریکا او ملګرو ملتونو د اعلان شوي پلاوي د ملاتړ خبر ورکړی، خو طالبانو بیا په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، کوم پلاوی چې د حکومت له لوري د بین الافغاني خبرو لپاره اعلان شوی، د افغانستان د خلکو استازیتوب نه شي کولی. The post عبدالله د حکومت له لوري د سولې له اعلان شوي پلاوي هر کلی وکړ appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/03/31/عبدالله-د-حکومت-له-لوري-د-سولې-له-اعلان/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading