بازتاب نیوز

په بامیانو کې یوه هلکه خپله مینه مړه کړه

١٢ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د بامیان ولایت د والي ویاند لطیف عظیمي کلید ته په خبرو کې وویل، چې تېره ورځ په دغه ولایت کې یو ځوان هلک یوه ځوانه نجلۍ د تفنچې په وسیله وژلې او خپله یې هم د ځان وژنې هڅه کړې ده. د ده په خبره، هلک تر ځان ویشتلو وروسته ټپی شوی او اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. تر اوسه د پېښې دلیل معلوم نه دی، خو ویل کېږي چې دغه هلک پر یادې نجلۍ مین و او د نجلۍ د کورنۍ د نه ورکړې له کبله یې ځان او نجلۍ دواړه ویشتلي دي. عظیمي زیاتوي، چې په دې اړه د دوی څېړنې رواني دي او ډېر ژر به د قتل انګېزه معلومه کړي. The post په بامیانو کې یوه هلکه خپله مینه مړه کړه appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/03/31/په-بامیانو-کې-یوه-هلکه-خپله-مینه-مړه-کړه/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading