بازتاب نیوز

په سالنګ کې د سخت اورښت له کبله د برېښنا ستنه ویجاړه شوې

١٢ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د افغانستان د برېښنا ریاست په سالنګونو کې د سخت اورښت له کبله هلته د برېښنا د یوې ستنې او سړک د تخریب خبر ورکوي. له غه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کابل ـ پلخمري د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا ۳۴۴مه ستنه د سالنګ ولسوالۍ د هیجان په سیمه کې د سخت اورښت له کبله بشپړه تخریب شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، د برېښنا شرکت مسولین سیمې ته رسېدلي او ډېر ژر به یې بیرته ورغوي. بلخوا، د سالنګونو د ساتنې ادارې ویاند محمد ضمیر عمرخېل کلید ته وویل، چې د اوسمهال لپاره د سختو اورښتونو له کبله دا لاره د لویو موټرو پر مخ تړل شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې د سختو اورښتونو خبر ورکړی دی. The post په سالنګ کې د سخت اورښت له کبله د برېښنا ستنه ویجاړه شوې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/03/31/په-سالنګ-کې-د-سخت-اورښت-له-کبله-د-برېښنا/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading