بازتاب نیوز

د طالبانو درې کسیز پلاوی کابل ته راغلی

١٢ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د بندیانو د خلاصون لپاره د طالبانو درې کسیز ډله کابل ته رارسېدلې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټرپاڼه دا خبره کړې. د هغه په خبره، دغه ډله به د طالب بندیانو د خلاصون جریان څارنه کوي او په تخنیکي برخه کې به د اړتیا وړ اقدامات ترسره کوي. تر اوسه افغان حکومت په رسمي ډول کابل ته د طالبانو راتګ نه دی منلی. ویل کیږي، چې دغه کسان به د بګرام زندان ته ولاړ شي او هلته به د طالب بندیانو په خوشې کېدو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي. ټاکل شوې وه، د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو بهیر نن پیل شي، خو د افغانستان حکومت وړمه ورځ اعلان وکړ، چې دا لړۍ ځنډېدلې ده. The post د طالبانو درې کسیز پلاوی کابل ته راغلی appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/03/31/د-طالبانو-درې-کسیز-پلاوی-کابل-ته-راغلی/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading