بازتاب نیوز

د افغانستان د هلمند په ولایت کې چاودنه وشوه.

١٣ وری ١٣٩٩ ټي آر ټي

 

د هلمند د رسنیو دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې  نن چار شنبه د وري ۱۳ مه د هلمند ولایت د نهرسراج په ولسوالۍ کې د ملکي‌ وګړو د سپرلۍ پر موټر چاودنه وشوه.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې چاودنه د ملکي‌ وګړو په تونس ډوله مساپر وړونکي‌ موټر شوې ده چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۸ تنو ملکي‌ وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پیښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.

پدې پیښه کې د ۸ تنو د وژل کیدو سربیره دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2020/04/01/d-fgnstn-d-hlmnd-ph-wlyt-kh-chwdnh-wshwh-1388923

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading