بازتاب نیوز

د سوریې حکومت له امریکا څخه د بندیزونو لېرې کېدو غوښتنه وکړه

١٤ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

په ملګرو ملتونو کې د سوریې هېواد ځانګړي استازي بشار جعفري د دغه سازمان عمومي منشي انتونیوګوترېش ته په یو لیک کې د مریکا له لوري پر دوی د بندیزونو لېرې کېدو غوښتنه کړې ده. هغه پخپل لیک کې زیاته کړې، امریکا دې پر سوریې شته بندیزونه ژر تر ژره لېرې کړي، څو دغه هېواد د کورونا وېروس پر وړاندې بریالۍ مبارزه وکړي. ده په ورته وخت کې له سوریې څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو هم ټینګار کړی. د سوریې حکومت پر داسې مهال دا غوښتنه کوي، چې دغه هېواد هلته د روانو سیاسي اختلافونو، نښتو او جګړو تر څنګ، اوسمهال د کورونا وېروس له جدي ګواښ سره مخ دی. The post د سوریې حکومت له امریکا څخه د بندیزونو لېرې کېدو غوښتنه وکړه appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/04/02/د-سوریې-حکومت-له-امریکا-څخه-د-بندیزونو-ل/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading