بازتاب نیوز

که د عامې روغتیا وزارت پیغامونو ته پاملرنه ونشي، ممکن د هېواد نیم وګړي د کرونا پر ویروس اخته شي

١٤ وری ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د کرونا ویروس له خپرېدا څخه د وقایې او مخنیوي لپاره د عامه اړیکو د دولتي کمېټې رییس او د جمهور رییس ستر سلاکار، وحید عمر، د عامې روغتیا له وزیر سره د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال وویل: له کرونا ویروس سره مبارزه د سکتورونو له محدودې څخه لوړ کار دی او دولت د افغانستان د خلکو د ټولو قشرونو په ګډون؛ مسوولیت او مکلفیت لري چې په دې برخه کې فعالیت وکړي، خو دغه ټول فعالیتونه باید د عامې روغتیا وزارت په محور او د دغه وزارت په رهبرۍ، تر سره شي.

هغه چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې خبرې کولې، زیاته کړه: ټولو دولتي او نادولتي ادارو ته د افغانستان دولت د رهبرۍ پيغام دادی چې د اړتیا او غوښتنې په صورت کې له عامې روغتیا وزارت سره مرسته وکړي.

ښاغلی عمر وویل: کرونا ویروس او د هغه زیانونه جدي دي او له هغه څخه د مخنیوي یوازېنۍ لاره، وقایوي او اساسي اقدامات دي چې د عامې روغتیا وزارت تر نظر لاندې تر سره کېږي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزیر، فیروزالدین فیروز وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۲ مثبتې پېښې ثبت شوي او د مثبتو پېښو شمېر ۴۲ ته رسېدلی دی.

هغه وویل چې له دې جملې څخه ۲۲ پېښې په هرات، ۴ په سمنګانو، ۳ په بلخ، ۳ په لوګر، ۲ په کابل، ۲ په زابل، ۲ په فراه، ۱ په کاپیسا، ۱ په ډایکنډي، ۱ په کندهار او ۱ په بادغیس ولایت پورې اړه لري.

دوه پېښې چې تازه ثبت شوې دي، یوه یې په لوګر ولایت پورې اړه لري او دوهمه یې د سمنګانو ولایت یوه اوسېدونکې ده.

د عامې روغتیا وزیر، د کرونا ویروس د وقایې او مخنیوي لپاره د دغه وزارت د لارښوونو او پیغامونو جدي ګڼلو ته په ټینګار سره وویل: که هغو ته پاملرنه ونشي؛ اټکل کېږي چې د افغانستان ۸۰ سلنه خلک به د کرونا پر ویروس اخته شي او شاوخوا ۷۰۰ زره تنه به تر روغتونونو پورې ورسېږي.

هغه وویل که اوس هم د وزلوبې مراسم دوام ولري، ټولېدنې شتون ولري، د بېلابېلو پلمو په بهانه د ودونو مراسم تر سره او خلک په محفلونو کې ګډون وکړي، د ساتېري لپاره بهر لاړ شي او په ښاري بسونو کې د ګڼې‌ګوڼې په بڼې د یو او بل تر څنګ ودرېږي؛ ممکن دغه وړاندوینه تحقق ومومي.

د عامې روغتیا وزیر د هرات وضعیت جدي وباله او ویې ویل، له پولیو سره د مبارزې لپاره د اضطرار کمېټې جلسه، چې نن د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال په مشرۍ تر سره شوه، په هغه کې پرېکړه وشوه چې په هرات ولایت کې د ورځې ګرځبندیز ولګول شي.

په دې جلسه کې د ملي امنیت شورا د مشاوریت، د عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو او د کرونا ویروس له خپرېدا څخه د وقایې او مخنیوي لپاره د عامه اړیکو دولتي کمېټې په ګډون، په ټولیزه توګه پرېکړه وشوه چې په هرات ولایت کې د ورځې ګرځبندیز د پلي کېدو لارښود، د نن ماسپښین تر ۲:۰۰ بجو پورې بشپړ او د منظورۍ په موخه، د جمهوري ریاست مقام ته واستول شي.

هغه ټینګار وکړ، چې سر له سبا څخه دې په هرات ولایت کې د ورځې ګرځبندیز عملي شي، له د ې پرته به په دغه ولایت کې ورځ په ورځ د کرونا ویروس پېښې زیاتې شي.

د عامې روغتیا وزیر وویل چې افغانستان د کرونا ویروس د خپرېدا په اوج کې د نورو هېوادونو پرتله، له یوه ښه حالت څخه برخمن دی.

هغه دغه ښه حالت، د لازیاتو هڅو او تدابیرو په پام کې نیولو او له یادې پدېدې سره د مبارزې په موخه، د ټولو دولتي، سیاسي، ټولنیزو او روغتیایي بنسټونو د بسیج کولو لپاره یو طلایي فرصت وباله.

د عامې روغتیا وزیر دې ته په ټینګار سره چې اوسمهال له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د اساسي اقداماتو په برخه کې هېڅ ډول ناهمغږي شتون نلري، زیاته کړه: په ټولو برخو کې په سمه توګه هر ډول ملاتړ موجود دی.

###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3107-2020-03-24-13-59-41

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading