بازتاب نیوز

د کاپل کمپنیو ګروپ لخوا د ۱۰ زره ماسکونو مرسته وشوه

١٤ وری ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

 

کابل، افغانستان: کاپل کمپنیو ګروپ، د کرونا ویروس له خپرېدا څخه د وقایې او مخنیوي لپاره د عامه اړیکو دولتي کمېټې سره د ۱۰ زره ماسکونو مرسته وکړه.

د مرستو یاده بسته د سه‌شنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې رییس او د کرونا ویروس له خپرېدا څخه د وقایې او مخنیوي لپاره د عامه اړیکو کمېټې رییس، وحید عمر د دفتر د رییس، سید بشیر احمد بشردوست په حضور کې د کرونا ویروس له خپرېدا څخه د وقایې او مخنیوي لپاره د عامه اړیکو دولتي کمېټې د دارالانشاء رییس، سید احسان طاهري ته وسپارل شوه.

د کاپل کمپنیو ګروپ مسوولینو د دغه اقدام موخه؛ له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ملي همکاریو په برخه کې خپله برخه اخیستل وبلله.

هغوی له نورو سوداګرو او خصوصي سکتور څخه هم غوښتنه وکړه، چې له کرونا ویروس سره د مبارزې برخه کې ونډه واخلي.

ښاغلي طاهري د کاپل کمپنیو له ګروپ نه د مننې ترڅنګ، له ټولو پانګه اچونکو څخه وغوښتل چې په دې پروسه کې برخه واخلي او د خلکو د ژغورلو لپاره د دغه خطرناک ویروس له خپرېدو څخه د مخنیوي په برخه کې اقدام وکړي.

###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3106-2020-03-24-11-22-50

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading