بازتاب نیوز

د کرونا ویروس له خپرېدا څخه د مخنیوي د عامه پوهاوي عملیاتي پلان تصویب شو

١٤ وری ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د کرونا ویروس له خپرېدا څخه د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي عملیاتي پلان، د پنجشنبې په ورځ، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه جلسه کې تصویب شو.

په دې جلسه کې د کرونا ویروس له خپرېدا څخه د وقایې او مخنیوي لپاره د عامه اړیکو دولتي کمېټې رییس او غړو او دغه راز د یادې کمېټې د دارالانشاء غړو ګډون کړی وو.

د کرونا ویروس له خپرېدا څخه د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي عملیاتي پلان، د کرونا ویروس له خپرېدا څخه د وقایې او مخنیوي لپاره د عامه اړیکو دولتي کمېټې د دارالانشاء لخوا چمتو شوی دی.

د دغه عملیاتي پلان د عملي کولو لپاره، ۹ کاري ټیمونه تنظیم شوي، چې د پیغام جوړونې، مطبوعاتو او عامه پوهاوي، راپور او تحلیل، څارنې او ارزونې، ټولنیزو اړیکو، ملاتړي، تولید او نشراتو، توزیع او تکثیر او د اړیکو مرکز ټیمونه پکې دي او د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې فعالیت کوي.

د کرونا ویروس له خپرېدا څخه د وقایې او مخنیوي لپاره د عامه اړیکو کمېټه، د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس د حکم پر بنسټ رامنځته شوه.

د ملي راډیو تلویزیون لوی رییس، د عامې روغتیا، اطلاعاتو او فرهنګ، لوړو زده کړو، ارشاد، حج او اوقافو، کورنیو چارو، ملي دفاع، کډوالو او راستنېدونکو چارو، ښځو چارو او پوهنې وزارتونو، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د کابل ښاروالۍ مرستیالان؛ د دغې کمېټې غړیتوب لري.

د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې رییس او د کرونا ویروس له خپرېدا څخه د وقایې او مخنیوي لپاره د عامه اړیکو کمېټې رییس، وحید عمر، په دې جلسه کې وویل د کرونا ویروس له خپرېدا څخه د وقایې او مخنیوي لپاره، د سږکال نوروز د تېرو کلونو په څېر نه لمانځل کېږي.

هغه ټینګار وکړ، چې د نوروز سږنی جشن به، هم په مزار شریف او هم د کابل د کارته سخي په ګډون په نورو ځایونو کې چې د نوروز جشن به لمانځل کېده؛ نه لمانځل کېږي.

ښاغلی عمر له خلکو څخه وغوښتل چې سږنی نوروز په خپلو کورونو کې ولمانځي او ټولېدنو ته له تلو څخه ډده وکړي.

هغه دغه راز پر طالبانو هم غږ وکړ، چې د کرونا ویروس د وقایې او مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي ورکولو د پروګرامونو پر وړاندې خنډ نشي او اجازه دې ورکړي چې د هېواد په هر ګوټ کې هر وګړی په دې برخه کې د پوهاوي ورکولو پیغامونه او روغتیایي مرستې تر لاسه کړي.

ښاغلي عمر وویل، د هغو ځایونو د تړلو په لړ کې چې د خلکو د راټولېدو او د کرونا ویروس د خپرېدا امکان پکې دی، سره نن څخه د وګړو د احوالو د ثبت ادارې فعالیت هم له ځینو استثنایي حالاتو پرته، تر بیا خبرونې پورې ځندول شوی دی.

###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3105-2020-03-19-13-16-58

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading