بازتاب نیوز

افغان لوبغاړي کرونا ویروس سره مبارزه کې برخه اخلي

١٤ وری ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي او وقایې د عامه ارتباطاتو دولتي کمېټې مشر وحید عمر، د هیواد له مشهورو لوبغاړو سره وکتل.

ښاغلي عمر افغان لوبغاړو ته په هیواد کې د کرونا ویروس د وروستي وضعیت او دې ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغان دولت د ترسره کړیو اقداماتو په اړه لنډ معلومات ورکړل. ویې ویل:

((په ټول هیواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله رامنځته شوی حساس حالت د اندېښنې وړ دی، پدې خاطر باید خلکو ته له بېلابېلو لارو معلومات ورکړل شي چې ددې وېروس د خپرېدو د مخنیوي او وقایې په لارو چارو پوه شي.)

ښاغلي عمر وویل چې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی د افغانستان دولت مهم لومړیتوب دی، ټول ملت باید دغه ناورین سره د مبارزې لپاره یو بل ته د مرستې او همکارۍ لاسونه ورکړي، هغه له لوبغاړو وغوښتل چې په ټولنیزو رسنیو کې د کرونا ویروس د مخنیوي‌ او وقایې په برخه کې خپلو مینه والو ته پیغامونه ورکړي او د دې ستر انساني ناورین په مخنیوي کې خپل مسئولیت ادا کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د ستراتيژيکو اړیکو سلاکار عبدالله بارکزي د کریکټ بورډ په استازيتوب د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان اصغر افغان وویل چې زموږ ټوله لوبډله په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو ده، ښاغلي افغان زیاته کړه:

(افغان کرېکټ ملي لوبډله به د دې کمېټې په همکارۍ، د عامې روغتیا وزارت له لوري تایید شوي پيغامونه په ویډيويي او تصویري بڼه چمتو او په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي).

د هیواد د تکواندو مشهور ستوري نثار احمد بهاوی یادونه وکړه چې له تېرو څو ورځو په دې اړه پیغامونه ورکوي او دې کمېټې سره به د خپلو خلکو د روغتیا لپاره لا ډېره همکاري کوي.

په ورته وخت کې د آزادو سیالیو نوموتي لوبغاړي، عبدالسمیع فیضي، هم د کرونا ویروس د وقایې او مخنیوي لپاره د پوهاوي ورکولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

 

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3104-2020-03-18-12-15-25

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading