بازتاب نیوز

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کلنی راپور خپور شو

١٤ وری ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کلنی راپور خپور شو. راپور کې د عامه ادارې اصلاح او هغه ننګونې چې چټکې رسېدنې ته اړتیا لري، مهم ټکي په ډاګه کوي.

د کمېسیون رییس احمد نادر نادري، ۱۳۹۸ کال ملکي خدمتونو لپاره ګټور کال وباله او ویې ویل:«موږ لازم جوړښتونه چې وکړای شي د سیالیو او د ازموینو منځپانګې کیفیت ښه کړي، رامنځ ته کړي او له نیکمرغه هرڅوک چې د ملکي خدمتونو سیالیو له لارې بریالي شوي، له زیات کیفیت او تخصص څخه برخمن دي.»

ښاغلي نادري زیاته کړه:«د اصلاحاتو رامنځ ته کول زیاتو هڅو ته اړتیا لري. د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دستګاه ښه کولو د تګلوري پروړاندې پراخ خنډونه شته. د ننګونو د له منځه وړو لپاره اړتیا ده څو د ټولو خلکو ملاتړ له ځان سره ولرو.»

کمېسیون په ۱۳۹۸ مالي کال کې، په ملکي خدمتونو کې د نږدې ۳۰ زره بستونو د ګومارنې او څارنې پروسې طی مراحل کړې دي. دغه راز، د ملکي خدمتونو د ګومارنو څلور زر او ۷۸۳ شکایتونه څېړل شوي دي.

دغه راز، په همدې کال کې د مرکز او ولایتونو په کچه له وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو څخه، ۵۲۰۹ شکایتونه د شکایتونو څېړلو بورډ کې ثبت شوي دي.

کمېسیون د ګومارنې بهیر کې د اسانتیاوو د برابرولو په لړ کې د الکترونیکي ګومارنې سیستم پراخ کړی او دغه راز یې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د کمپيوټري ازموینې اته مرکزونه جوړ کړي دي.

د راتلونکي مالي کال ترپایه، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټري ازموینو مرکزونه جوړېږي. یاد مرکزونه په پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال او د انساني لاسوهنې چاره پکې هېڅ شونې نه ده.

کمېسیون په ۱۳۹۸ مالي کال کې ۹۹ سلنه پراختیايي او ۹۸ سلنه عادي بودیجه لګولې ده.

د بشري سرچینو د معلوماتو مدیریت سیستم (HRMIS) تشکیل له اړتیاوو سره سم، د بایو متریک، سوانحو، حضوري اوغیابي، تنخواګانو، د سیستم تنظیماتو، سیستم ته د لاس رسي حق او د سیستم تطبیق څرنګوالی پراخ شوی دی.

په دغه سیستم کې د عامه ادارې تشکیل چې (۴۲۰,۵۲۳) تنو ته رسېږي، درج شوی دی.

د ۱۳۹۸ کال لېندۍ میاشتې تر پایه د ملکي خدمتونو د ۲۷۴۴۶۲ تنو بایومتریک او بایوګرافیک معلومات، د انساني سرچینو د معلوماتو په سیستم کې ثبت شوي دي.

د ۵۷ وزارتونو او دولتي ادارو شننه، څېړل، احصایوي تدقیق او د دیتابیس تکمیلول او د ۲۴۵۸۹ عنوانه بېلابېلو بستونو د دندو د لایحو بیاکتنه، نوي کول او تایید او د ملي دفاع وزارت د ۴۱۲ بستونو ملکي کول د ملکي خدمتونو د تشکیل هدفمنده کولو په برخه کې د کمېسیون له مهمو فعالیتونو څخه دي.

کمېسیون په ۱۳۹۸ کال کې په مرکز او ولایتونو کې، د ملکي خدمتونو ۲۴۱۱ تنه کارکوونکي د ۹۶ بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو په ترڅ کې روزلي دي او دغه راز د ملکي خدمتونو ۱۱۸۰ تنه کارکوونکي یې په بهر کې ۳۲۶ روزنیزو پروګرامونو ته معرفي کړي دي.

د ګومارنې د انلاین سیستم جوړول، په دري، پښتو او انګلیسي ژبو د ګومارنې د دیارلس زر او ۷۰۴ پوښتنو جوړول، خلکو سره د کمېسیون مشرتابه په غونډو کې د یو زر او ۳۴۹ تنو شکایتونو څېړل، د فساد پروړاندې د مبارزې عمل پروګرام په برخه کې د اووه فعالیتونو تکمیلول، د جمهوري ریاست عالي مقام د ۱۱۰ حکمونو، فرمانونو او لارښوونو په برخه کې اجراات، د ملکي خدمتونو د مقررو او کړنلارو طرحه او نهايي کول، ادارو ته د ۵۶۰ حقوقي مشورو ورکول، (۸) وزارتونو او ادارو ته (۱۱۰) پېچلو او مغلقو پروسو په نښه او تثبیت کول، (۵) وزارتونو او ادارو کې د (۳۲) پېچلو او وخت نېوونکو پروسو ساده کول، د بشري سرچینو پراختیا، د کارکوونکو د اجرااتو څارنه او ارزونه، د ښځو مشارکت زیاتوالي لپاره هڅې، د سازماني فرهنګ ګذار فعالیتونو پیل، کمېسیون لپاره د پېنځه کلن ستراتيژیک پلان جوړول، ۴۱ زر او ۸۳۲ تنو هېوادوالو ته د معلوماتو وړاندې کول او … د کمېسیون له نورو اصلاحي پروګرامونو څخه دي.

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases/68-hisabwarkawal/3102-2020-03-17-12-28-05

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading