بازتاب نیوز

د عامې روغتیا وزارت، روغتیایي پیغامونه جدي ونیسئ چې ملت د کرونا ویروس له ګواښ څخه وژغورو

١٤ وری ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د عامې روغتیا وزارت د خلکو د روغتیا ساتنه او څارنه کوي چې افغانستان د کرونا ویروس له ګواښ څخه خوندي شي.

د عامې روغتیا وزیر، فیروزالدین فیروز، چې د دوشنبې په مازدیګر یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وینا کوله، له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د کرونا ویروس د وقایې او مخنیوي په اړه د دغه وزارت روغتیایي پيغامونه جدي ونیسي، څو ملت د کرونا ویروس له ګواښ څخه وژغورل شي.

هغه په هېواد کې د کرونا پر ویروس د اخته کسانو د ورستیو شمېرو په اړه وویل: تر دې مهاله د دغه ویروس د ۲۶۴ شکمنو سمپلونو له جملې؛ ۲۱ یې مثبت تشخیص شوي دي.

له یادې ډلې څخه ۱۲ پېښې په هرات، ۳ پېښې په سمنګانو، ۲ پېښې په لوګر، ۱ پېښه په بادغیس، ۱ پېښه په بلخ، ۱ پېښه په کاپیسا او ۱ پېښه په ډایکنډي ولایت پورې اړه لري.

د عامې روغتیا وزیر دې ته په ټینګار سره چې په هرات ولایت کې هر څومره سرچینو ته اړتیا وي؛ د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې به برابرې شي، زیاته کړه تر دې مهاله هرات ولایت ته نغدې پیسې، درمل او طبي تجهیزات لېږل شوي دي او په ملي تدارکاتو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې پروګرام کې د دغه ولایت ونډه، د نورو ولایتونو د ونډې له نیمایي سره برابره ده.

هغه زیاته کړه چې په هرات ولایت کې ۹۶ نوي کارکوونکي ګومارل شوي، څو په سرحدونو کې د سکرینېنګ او د کرونا پر ویروس د اخته ناروغانو لپاره د نوي ځانګړې روغتون د رامنځته کېدو په برخه کې همکاري وکړي.

د عامې روغتیا وزیر وویل چې په هرات ولایت کې د کرونا ویروس لپاره ځانګړی ۱۰۰ بستریز روغتون فعالیت کوي او ډېر ژر به یو بل ۳۰۰ بستریز روغتون هم رامنځته شي.

هغه دې ته په ټینګار سره چې د عامې روغتیا وزارت تمرکز یوازې پر هرات نه؛ بلکې پر ټول افغانستان دی، زیاته کړه: یو ۱۰۰ بستریز روغتون په کابل، یو ۱۰۰ بستریز روغتون په ننګرهار، یو ۱۰۰ بستریز روغتون په کندهار او یو ۲۰۰ بستریز روغتون په بلخ ولایت کې د کرونا پر ویروس د اخته ناروغانو لپاره له وړاندې چمتو شوي دي.

د عامې روغتیا وزیر د کرونا له ویروس سره د مبارزې لپاره چې اوسمهال پر یوه ملي ګواښ بدل شوی دی، له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې هر یو دې یوه رسنۍ او روغتیایي مبلغ شي او نورو ته د روغتیایي پیغامونو پر رسولو سربېره دې، خپل ځان هم له دې ویروس څخه وقایه کړي.

###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3101-2020-03-17-06-06-41

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading