بازتاب نیوز

حنیف اتمر د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

١٦ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د جمهور ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني د دوو بېلابېلو حکومونو له مخې، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر ټاکلی دی. د خبرپانې په وینا، محمد حنیف اتمر د هېواد مطرح او اغېزناک سیاسي شخصیت دی، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د کلو پراختیا وزیر، د پوهنې وزیر، کورنیو چارو وزیر او په وروستیو کې یې د ملي امنیت سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي. د یادولو وړ ده، چې محمد حنیف اتمر د تېرو جمهوري ریاست ټاکنو ته نوماند هم و. The post حنیف اتمر د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/04/04/حنیف-اتمر-د-بهرنیو-چارو-سرپرست-او-نومان/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading