بازتاب نیوز

په خوست کې د حقاني‌ شبکې په ترهګرو خپل بم وچاودید

١٦ وری ١٣٩٩ ټي آر ټي

د افغانستان د خوست په ولایت کې د حقاني ترهګرې شبکې ګن شمیر ترهګر د خپل بم په چاودنه کې ووژل شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي  دي‌ چې د خوست ولایت د صبري ولسوالۍ د لیوانخیلو په سیمه کې د حقاني‌ شبکې په ترهګرو خپل بم وچاودید چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۷ تنه ترهګر وژل شوي‌ دي.

ویل کیږي دا پيښه تیره ورځ رامنځته شوې ده.

ترهګرو د نورو بې ګناه انسانانو د وژلو په خاطر په لویه لاره کې بم ځای په خای کولو چې د خپل بم ښکار شول.

پيوندونه: #حقاني‌ شبکه , #خوست , #افغانستان

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2020/04/04/ph-khwst-kh-d-hqny-shbkh-ph-trhkrw-khpl-bm-wchwdyd-1391069

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading