بازتاب نیوز

محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست او نوماند په توګه وټاکل شو.

١٦ وری ١٣٩٩ ټي آر ټي

 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني  د فرمان په صادرولو سره محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست او نوماند په توګه وټاکه.

د ویلو ده چې محمد حنیف اتمر ولسمشر محمد اشرف غني‌  په تیره دوره کې د اوږدو کلونو لپاره د ملي امنیت د سلاکار په توګه دندې ترسره کولو نه وروسته له خپلې دندې استعفا کړې وه او وروسته يي د سیاسي‌ ګوند په جوړولو سره د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند کړی وو.

اتمر وروسته په خپل ګوند کې د خپل منځنیو ستونزو له امله د ولسمشرۍ په ټاکنیز کمپاین او ټاکنو کې د ګډون نه لاس په سر شو.

د ویلو ده چې محمد حنیف اتمر د افغانستان د پخواني‌ ولسمشر حامد کرزي په موده کې د کلیو د پراختیا وزیر، د پوهنې وزیر او کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي‌ دي‌ چې حنیف اتمر د هیواد پيژندل شوې او اغیزناکه شخصیت دی  چې په نوې دنده کې ورته د بریالیتوب هیله کوو.

پيوندونه: #بهرنیو چارو وزیر , #محمد حنيف اتمر

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2020/04/04/mhmd-hnyf-tmr-d-bhrnyw-chrw-d-wzrt-d-srprst-w-nwmnd-ph-twkh-wtkhl-shw-1391079

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading