بازتاب نیوز

امریکا کې یو پړانګ په کرونا ویروس اخته شوی دی

١٨ وری ١٣٩٩ طلوع نیوز

د امریکا متحده ایالاتو نیویارک ښار "بِرانکس" ژوبڼ مسوولین اعلان کړی چې دغه ژوبڼ کې یو څلور کلن پړانګ په کرونا ویروس اخته شوی دی.

د پوهانو په وینا تر اوسه ځانګړی لامل نشته چې ښکاره کړي د کرونا ویروس به کورنیو ژوو ته هم ولېږدول شي.

په همدې حال کې سنګاپور کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه ۲۰ زره بهرني کارکوونکي قرنطین شوي دي.

دغه هېواد کې د کرونا ویروس نښې وروسته له چینه ولیدل شوې، خو د سختو تابیاوو له کبله یې پراختیا کمه وه.

تېره ورځ په سنګاپور کې د کرونا ویروس ۱۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې دا دغه هېواد کې په یوه ورځ کې تر ټولو لوړ شمېر دی.

د بهرنیو کارګرو په توو استوګنځیو کې د کرونا ویروس دوې مثبتې بېښې ثبت شوې دي.

سنګاپور کې اوس مهال د کرونا ویروس ۱۳۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او ۶ تنه مړه شوي دي.

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/pa/world/امریکا-کې-یو-پړانګ-په-کرونا-ویروس-اخته-شوی-دی

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading