بازتاب نیوز

کورونا وېروس؛ افغانستان کې ۳۰ نوې پېښې

١٨ وری ١٣٩٩ بی بی سی

په افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې ۱۶ په هرات کې، په کابل کې ۶، نیمروز کې ۳، کندوز کې ۲، فاریاب کې ۲ او یوه په دایکندي کې ثبت شوې ده چې په دې سره په ټول افغانستان کې د کوویډ-۱۹ پر وېروس د اخته ناروغانو شمېر ۳۶۷ ته ورسېد.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د کوویډ-۱۹ وېروس څخه تر اوسه افغانستان کې ۱۸ تنه رغېدلي او ۱۱ کسان مړه شوي دي.

دی وايي، په بلخ کې تېره ورځ دوه تنه د دې وېروس له امله مړه شوي او همدرانګه نوموړي په کابل کې د یوه خصوصي روغتون د ډاکټر د مړینې خبر هم ورکړ چې د دې وېروس ښکار شوی و.

مایار همدا راز وویل، چې په هېواد کې له دې وېروس شاوخوا ۲۷ سلنه مېرمنې اغېزمنې دي او ۷۳ سلنه یې بیا نارینه دي، چې بېلګه یې هرات دی چې شاوخوا ۱۶۶ نارینه او نږدې ۸۰ مېرمنې پرې اخته دي.

مایار وویل چې په پلازمېنه کابل کې ډېری پېښې د دې ښار د لویدیځې برخې څخه د.ي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له پیله تراوسه پورې ۲۷۳۷ د کورونا وېروس مشکوکې پېښې دې هېواد لابراتورونو ته وړل شوي چې۳۶۷ یې مثبتې دي او نورې منفي دي.

له بلې خوا سپین بولدک او تورخم دروازې د دوشنبې په ورځ سهار اته بجې په پاکستان کې د ايسارو افغانانو پرمخ د درې ورځو لپاره پرانيستل شوه.

Image caption د تورخم دروازه د درې ورځو لپاره پرانیستل شوه

افغان او پاکستاني چارواکي د تورخم او سپین بولدک دروازو پرانیستل په پاکستان د ايسارو افغانانو را تېريدل بولي.

دا لارې د مارچ په ۱۶مه د پاکستان حکومت د کورونا رنځ د خپرېدو د مخنيوي په پار وتړلې، خو هلته زرګونه ايسار افغانان چې د ناروغۍ، خپلوۍ او کاروبار لپاره تللي و ايسار پاتي دي.

پاکستان کې افغان سفير عاطف مشعل هیله ښودلې چې د سوداګريزو موټرو او توکو راتېرېدو لپاره به هم دا لارې ژر پرانيستل شي.

ننګرهار کې چارواکي وایي، له تورخم دروازې راتېرېددونکي به په تورخم ښارګوټي تر ۲۱ ورځو کرنتين وي، خو ايسار خلک د ټولو کرنتین کېدل يو بل سرخوږی ګڼي.

په پښتونخوا کې ايسار افغانان وايي، خوښ دي چې له پرلپسې څو ورځو غوښتونو وروسته یې افغانستان ته د راوښتل ومنل شو، خو کرنتين کېدو ته اندېښمن دي.

په پښتونخوا کې يو ايسار افغان محمد امين ساپی په تورخم کې قرنطين کېدو ته زړه خوري. وایي ټول نه، بلکې هغوی دې قرنتين شي چې د کورونا رنځ نښې ولري:"دا خو ظلم دی.۲۵ ورځې کېږي دلته ايسار يم. ستونزې وې. اوس مو وړي او هلته مو قرنطين کوي. زه خو روغ يم، هلته مې دشته کې اچوي. په زوره مې ناروغوي."

Image caption په تورخم کې یوه لویه میدانۍ تر دې وړاندې په کې لوی سوداګريز ګاډي دريدل خېمې درول شوې دي
په تورخم کې د قرنطين کېمپ چمتوالی

د تورخم ښارګوټي موټرو په نوې جوړه شوې اډه او يوه بله ميدانۍ کې چې تر دې وړاندې پکې لوی سوداګريز ګاډي دريدل خېمې درول شوې دي.

خو په سپبن بولدک کې بیا د راوښتونکو کسانو د کرنتين کېدو لپاره کوم چمتوالی نه دی شوی. ځايي روغتيايي چارواکي وايی، یوازې ۱۵ کسیزه ډله يې ليږلې چې راتېرېدونکي افغانان سکريننګ کړي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-52179941

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0