بازتاب نیوز

د امریکا له ګواښ وروسته غني له مالیې وزارت اخستي واکونه بیرته وسپارل

١٨ وری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ارګ له لوري د مالیې وزارت تجزیې ته غبرګون وښود او دا یې د یوې بدې حکومتولۍ نښه وبلله، اشرف غني خپله پرېکړه بیرته واخسته او له مالیې وزارت جلا شوې برخې یې بیا ځلې د همدې وزارت تر چتر لاندې راوستې.د ماليې وزارت سرپرست او نوماند وزیر «عبدالهادي ارغندیوال» په همدې تړاو یوې خبري ناستې ته وویل، چې ټولې هغه دندې چې تر دې وړاندې د ماليې وزارت له لوري ترسره کېدي، له دې وروسته به هم د همدې وزارت له لوري ترسره کېږي او هیڅ بل ارګان به مداخله نه پکې کوي.بل لور ته اشرف غني تېره ورځ د یوې اعلامیې له لارې یاده کړه، چې د مالیې وزارت د اصلاحاتو په تړاو یې ناسته رابللې او پرېکړه یې کړې، چې « ټولې اړوندې برخې د مالیې د نوماند او سرپرست وزیر تر مشرۍ لاندې کار کوي.»غني په خپره کړې اعلامیه کې یاده کړې وه، چې په دې تړاو به نور جزئیات د مالیې وزارت سرپرست رسنیو ته ورکوي.یاده دې وي، چې د غني له لوري د مالیې وزارت تجزیه کېدل او اړینې برخې یې د  ارګ تر چتر لاندې راوستل د امریکا تر څنګ د پارلمان د وکیلانو له توند غبرګون سره مخ شوې او د اصلاحاتو تر نامه لاندې دا ډول کړنې فساد ته د لارې برابرولو هڅې وبلل شوې.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/162167/د-امریکا-له-ګواښ-وروسته-غني-له-مالیې-وزا/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading