بازتاب نیوز

د عبدالله ټیم: د ولسمشر تر څنګ اجرایوي پوسټ هم باید موجود وي

١٨ وری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۹ل): د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم ویاند «فریدون خوځون» وایي، هڅه یې داده، داسې جوړښت رامنځته کړي، چې د ولسمشر تر څنګ د اجرائیه ریاست پوسټ هم پکې شتون ولري.فریدون خوځون دغه څرګندونې له طلوع نیوز سره د خبرو په مهال کړې، ده ویلي «هڅه مو داده داسې جوړښت رامنځته کړو، چې ټولو لورو ته د منلو وړ وي او د ولسمشر تر څنګ د اجرائیه ریاست پوسټ هم پکې موجود وي.»د خوځون په خبره، دا شونې نه ده، چې ولسمشر دې دیکتاتوري کوي او نور دې داسې یو حالت ته ولاړ شي، چې مقابل طرف یې ورته وړاندوینه کړې وي.د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ سیاسي جنجالونه داسې مهال په اوج کې دي، چې نړۍ د کورونا ویروس د نړۍ اقتصادي بنسټونه لړزولي او نړیوال اقتصاد کم ساری زیان کړی.امریکا چې څه موده وړاندې یې له حکومت یو میلیارد ډالر ورګرځول، هم د هغو هیوادونو په ډله کې ده، چې کورونا یې اقتصاد ته دروند زیان اړولی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې په پرلپسې ډول ټینګار کړی، چې نړیوال تمویلوونکی یوازې له ټولشموله حکومت سره مرستې کولای شي او له اوسنیو شخصي اجنډاوو او جنجالونو ستړي دي.په داسې حال کې چې ولس سولې ته په تمه دی، په کابل کې سیاسي اختلافاتو د بین الافغاني مذاکراتو هیلې هم مړاوې کړې او حکومت په پرلپسې ډول د خپلو اختلافاتو د حل لپاره د وخت پیدا کولو په موخه د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو په هڅه کې دی.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/162165/د-عبدالله-ټیم-د-ولسمشر-تر-څنګ-اجرایوي-پ/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading