بازتاب نیوز

د بندیانو د خلاصون د پروسې ځنډ؛ حکومت او طالبان یې په اړه څه وایي؟

١٨ وری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې حکومت د طالبانو له لوري د یو شمېر مشخصو بندیانو د خلاصون غوښتنه د زندانیانو د خلاصون د پروسې په وړاندې خنډ وبلله ، د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» دې څرګندونو ته غبرګون ښودلی او د حکومت له لوري د زندانیانو د پروسې ځنډول یې د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ هڅه نومولې.د کابل حکومت د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس «متین بیګ» نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته د زندانیانو د خلاصون د پروسې د ځنډ د لامل په اړه وویل، چې طالبان د خپلو پنځلسو داسې قوماندانانو د خلاصون غوښتنه کوي، چې په سترو بریدونو کې لاس  لري او دده په قول لاسونه يې د خلګو په وینو سره دي.بل لور ته د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» بیا دا خبره ردوي او وایي، دا ۱۵ کسان هم د هغو پنځه زره بندیانو په لېست کې دي چې له امریکا سره د دوی د خپلمنځي هوکړې له مخې باید خوشي شي.د شاهین په خبره، د دې ۱۵ کسانو خوشي کېدل ځکه اړین دي چې له دوی سره د نورو بندیانو د خوشي کېدو په تثبیت کې مرسته وکړي.که څه هم حکومت وایي، د طالب زندانیانو خلاصون د هغوی له لوري د جګړې د شدت په کمولو پورې مشروط شوی، خو طالبان بیا وایي، له دوی سره هوکړه شوې پنځه زره زندانیان به یې تر بین الافغاني مذاکراتو وړاندې خلاصېږي « د هوکړې له مخې ټول پنځه زره بندیان باید د بين الافغاني خبرو تر پېل مخکې خوشي شي. همداراز باید ووایم چې د دغو پنځلسو بندیانو پېژندګلو هم د نورو غوندې اړینه ده چې زموږ له لېږل شوي پلاوي سره باید په دې برخه کې مرسته وشي. باید ووایم چې د بندیانو په خلاصون کې ځنډ د بین الافغاني خبرو د ځنډولو په مانا ده.»یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې په بنسټ باید پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي بندیان د تېرې مارچ میاشتې په لسمه نېټه خلاص شوي وای او ورپسې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شوې وای.تېره ورځ طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره امریکا او ملاتړي یې له شوي توافقنامې په سرغړونې تورن کړل او د ګڼو نورو سرغړونو تر څنګ یې د بندیانو په وخت نه خلاصون او ځنډول هم د توافقنامې ښکاره نقض وباله.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/162169/د-بندیانو-د-خلاصون-د-پروسې-ځنډ؛-حکومت-او/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading