بازتاب نیوز

طالبانو د حکومت سره د بندیانو تخنیکي ټیم ملاقاتونه وځنډول

١٨ وری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۹ل): طالبانو د هغه تخنیکي ټیم ملاقاتونه د افغان حکومت سره ځنډولي چې په دې وروستیو کې يې کابل ته لیږلی وو تر څو د بندیانو د خلاصون په پروسه کې تخنیکي مرسته وکړي.د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر په دې اړه ویلي،دوی کابل ته د بندیانو کمیسون تخنیکي ټیم ځکه لیږلی وو تر څو د توافقنامې د ژمنو سره سم د بندیانو خلاصون پيل شي، خو په وینا یې: متاسفانه د بندیانو خلاصون تر اوسه په یوه او بله پلمه ځنډول کیږي.شاهین ویلي، د سبا څخه به د دوی تخنیکي ټیم له اړوندو جهتونو سره په نورو بې نتیجه ناستو کې ګډون نه کوي.(2/2)له همدې امله، له سبا څخه زمونږ تخنيكي ټیم له اړوند جهتونو سره په نورو بې نتیجې ناستو کې ګډون نه کوي.— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) April 6, 2020ددې تر مخه سهیل شاهین د بي بي سي سره په مرکه کې ویلي وه، د بندیانو د خلاصون پروسه ځنډول د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو هڅه ده.د کابل حکومت د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس «متین بیګ» تېره ورځ دوشنبه (۱۸ وری) په کابل کې یوې خبري ناستې ته د زندانیانو د خلاصون د پروسې د ځنډ د لامل په اړه وویل، طالبان د خپلو پنځلسو داسې قوماندانانو د خلاصون غوښتنه کوي، چې په سترو بریدونو کې لاس لري او دده په قول لاسونه يې د خلګو په وینو سره دي.خو «سهیل شاهین» بیا دا خبره ردوي او وایي، دا ۱۵ کسان هم د هغو پنځه زره بندیانو په لېست کې دي چې له امریکا سره د دوی د خپلمنځي هوکړې له مخې باید خوشي شي.د شاهین په خبره، د دې ۱۵ کسانو خوشي کېدل ځکه اړین دي چې له دوی سره د نورو بندیانو د خوشي کېدو په تثبیت کې مرسته وکړي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/162183/طالبانو-د-حکومت-سره-د-بندیانو-تخنیکي-ټی/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading