بازتاب نیوز

والیان به د ویډیو کنفرانس له لارې، د کابینې په جلسو کې برخه اخلي

١٩ وری ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: له نن ورځې وروسته به والیان د ویډیو کنفرانس له لارې د کابینې په بحثونو ک

ې حضور ولري او په خبرو کې به عملاْ برخه واخلي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس، عبدالمتین بیک، چې د دوشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبرې کولې، زیاته کړه: له دې وروسته به د کابینې په هره جلسه کې د محلاتو یوه ځانګړې اجنډا هم شتون ولري او والیان به د ویډیو کنفرانس له لارې د کابینې یوه برخه وي.

هغه دې ته په اشارې سره، چې په تېر کې ولایتونو ته په چټکۍ سره د مرکزي حکومت د پرېکړو د اطلاع رسونې په برخه کې ستونزې موجودې وې، زیاته کړه: اوس د کابینې په بحثونو کې د والیانو په وصل کېدو سره به هغوی د پرېکړو په اړه د خبرېدو تر څنګ؛ د پالېسیو په جوړولو کې هم برخه واخلي.

بیک ټینګار وکړ چې والیان به د کابینې په بحثونو کې اجنډا ولري او د ولایتونو ستونزې به عملاً تر بحث لاندې نیول کېږي.

هغه د حکومت دا پرېکړه، د سیمه ییزې حکومتولۍ په فرهنګ کې یو لوی پرمختګ وباله او ویې ویل: د ویډیو کنفرانس له لارې والیانو ته د کابینې په بحثونو کې د ګډون لپاره ونډه ورکول، د کار پیل دی او حکومت هڅه کوي، چې ولایتونو ته زیات صلاحیتونه، ورکړي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس، ډاډ ورکړ چې په ولایتونو کې لازم ظرفیت موجود دی او خلک او هم حکومت پر هغه باور لري.

هغه وویل په هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم، ولایتونو ته له کرونا ویروس سره د مبارزې د لومړنیو اقداماتو په موخه او په ولایتونو کې د یاد ویروس د خپرېدو کچې ته په پام سره؛ یوه اندازه پیسې ځانګړې او لېږل شوي دي، چې د هغو د لګولو لپاره هم والیانو ته پوره صلاحیت تفویض شوی دی. 

###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3139-2020-04-07-06-26-15

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading