بازتاب نیوز

د تورخم ښاروال: زرګونه کسان له معاینې او سکرینینګ  پرته تېر شول

١٩ وری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۹ل): زرګونه افغان مسافر، چې په پېښور کې د لارې د بندیدو له امله ایسار پاتې شوي وو، نن د لارې د خلاصېدو په دوهمه ورځ له معاینې پرته د ننګرهار ولایت د تورخم ښارګوټي ته داخل شوي.د تورخم ښاروال «زیارمل افغان» وایي، زرګونه کسان پرته له دې چې په خپلو پاسپورټونو باندې د پاکستان «خروجي» او د افغانستان «دخولي» ټاپې ولګوي، په دروازه یې هجوم راوړی او له معاینې او سکرینینګ پرته تېر شوي.زیارمل ددې کار پړه په پاکستاني لوري اچوي او هغوی تورنوي، چې د سکرینینګ د پروسې د خرابولو په هدف یې زرګونه کسان یو دم په دروازه ور پرېښودل او د زیات هجوم له امله دوی ونه توانېدل د معاینې او سکرینینګ پروسه ترسره کړي او یا راتلونکو کسانو ته د دخولي ټاپه ووهي.تورخم لاره، چې هره ورځ له پاکستان څخه زیات شمېر افغانان ورباندې خپل هیواد ته تېرېدل، له تېرو څو اونیو راپدېخوا د مسافرو په مخ تړل شوې وه، چې له امله یې زرګونه کسان د کرښې بلې غاړې ته بند پاتې وو.څو ورځې وړاندې پاکستاني چارواکو له  افغانستان سفیر «عاطف مشعل» سره موافقه کړې وه، چې د تورخم او سپين بولدک لارې به د لنډ وخت لپاره خلاصوي او له هرې لارې به د ورځې زر تنه د تېرېدلو حق لري، خو تېره ورځ دغه محدودیت لرې شو او د مشعل په وینا یوازې د سپین بولدک له لارې نهه زره تنه افغانستان ته تېر شول.د ننګرهار  ځايي چارواکو په تورخم ښارګوټي کې د قرنطین کېمپ په جوړولو سره غوښتل، راتلونکي کسان معاینه او تر څوارلسو ورځو پورې همالته وساتي، خو دغه پرېکړه تېر ماښام بیرته واخستل شوه او هغه زر تنه چې قرنطین کېمپ ته ستانه شوي وو له سکرینینګ وروسته کورونو ته رخصت شول.د زیارمل په خبره، د قرنطین په پروسه کې د نرمښت لامل هم دا وو، چې دوی پوهېدل پاکستاني لوری به زرګونه کسان یو دم ورباندې راپرېږدي.په داسې حال کې چې کورونا د نورو هیوادونو تر څنګ پاکستان ته هم رسېدلې او ددې هیواد په ټولو ایالتونو کې خپره شوې، داسې اندېښنې شته چې ښایي، له پاکستان څخه د افغان مسافرو اوښتل به په هیواد کې د کورونا د لا زیاتېدو سبب شي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/162201/د-تورخم-ښاروال-زرګونه-کسان-له-معاینې-او/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading