بازتاب نیوز

طالبان: که امریکا له خپل اغېز نه کار واخلي، هم به بندیان خلاص شي او هم به بین الافغاني مذاکرات پیل شي

١٩ وری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، کابل حکومت په پرلپسې ډول د دوحې د تړون د له منځه وړلو او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په لټه کې دی، نو ځکه امریکا ته ښایي، په دې برخه کې مسئولانه او رښتینی چلند وکړي.د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې خپره شوې تبصره کې راغلي، چې کابل حکومت د خپل واک د دوام په موخه غواړي ، امریکایان په افغانستان کې ښکېل پاتې شی، نو ځکه د دوحې د تړون د ماتولو پرلپسې هڅې کوي او هڅه یې داده، چې د بندیانو د خلاصون پروسه او بین الافغاني مذاکرات وځنډېږي.تبصره کې وړاندې د بندیانو نه خلاصون یوه بشري مسئله یاده شوې، چې د طالبانو په خبره، د کرونا په دې حساس پړاو کې کابل چارواکي ورباندې سیاست کوي نو ځکه امریکا ته ښايي، چې په دې برخه کې له خپل اغېز نه کار واخلي «اسلامي امارت په ځلونو ویلي چې د کابل ادارې چارواکي د هیڅ ډول تعامل وړتیا نلري، امریکايی جهت باید په دې برخه کې خپله وجیبه په مسئولانه ډول اداء کړي، د بندیانو خلاصون چې د دوحې د تړون د تعمیل لومړی قدم دی او امریکا یې د بشپړیدو ژمنه کړې؛ باید ځان پکښي نادیده ونه ګڼي، خپل اغیز دي په سمه توګه وکاروي، ترڅو د راتلونکو پړاوونو لپاره لاره خلاصه شي.»د طالبانو په خبره، دوی پوهېږي که امریکا همدا نن له خپل اغیز نه کار واخلي، له خپل مسئولیته تیښته ونکړي، د ژمني په پوره کېدو سره خپل حیثیت وساتي؛ په لنډ وخت کې به هم د بندیانو تبادله انجام شي، او هم به د بین الأفغاني تفاهم لپاره د تړون سره سم زمینه مساعده شي.د طالبانو له قوله، ددوی یو پلاوی د بندیانو په تړاو د خبرو کولو په موخه په کابل کې دی، خو دا چې حکومت په سیسټماټیک ډول هره شېبه نوې، نوې بهانې رامنځته کوي، نو ځکه يې خپل پلاوی په هغه ناستو کې له ګډون منع کړی، چې د پرمختګ مخه پکې نیول کېږي.طالبانو په پای کې یو ځل بیا امریکا د بین الافغاني مذاکراتو او د بندیانو د خلاصون د پروسې په ځنډ کې مسئوله بللې، چې ددوی له قوله، د کابل اداره له خپلي سرټمبګۍ او نا سنجیده حرکاتو څخه په اغیزمنه توګه نه را ګرځوي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/162227/طالبان-که-امریکا-له-خپل-اغېز-نه-کار-واخ/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading