بازتاب نیوز

شاهین: زموږ تخنيکي پلاوی نور په بې‌پايلو ناستو کې ګډون نه‌کوي

١٩ وری ١٣٩٩ سلام وطندار

طالبان وايي، هغه درې کسيز تخنيکی پلاوی يې چې کابل ته د بنديانو د خوشې کولو او پېژندلو لپاره لېږلی و، سر له نن ورځې « حمل ۱۹، سه شنبه» به په بې‌پايلو ناستو کې ګډون نه کوي.

قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهیل شاهین وايي، پلاوی يې د بنديانو د پېژندلو لپاره کابل ته لېږلی و چې ټاکل شوې له ژمنې سره سم بنديان خوشې شي؛ خو د نوموړي په وينا د بېلابېلو پلمو له کبله دا پروسه ځنډېږي او له دې کبله د دوی تخنيکي پلاوی نور له ښکېلې خواوې سره په ناستو کې ګډون نه کوي.

شاهين پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې د دوی تخنیکي ټيم له امريکا سره د شوې هوکړې له مخې کابل ته تللی و.

د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ طالبانو اعلان وکړ چې درې کسيز پلاوی يې د بنديانو د خوشې کولو په موخه کابل ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ورځ د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس او له طالبانو سره د مذاکره کوونکي ټيم غړي عبدالمتین بېک تېره ورځ وويل چې طالبانو د ۱۵ هغو کسانو نوملړ ورکړی چې په عملأ يې لاسونه د خلکو په وينو ککړ دي.

نوموړي وويل چې د يادو بندیانو خوشې کول امکان نه لري او دولت چمتو دی چې ۴۰۰ هغه طالب بنديان خوشې کړي چې جرمونه يې کم دي.

خو په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند وايي، هغه ۱۵ کسيز نوملړ يې چې دلوت ته ورکړی هغه د هغو ۵ زره بنديانو له ډلې دي چې له امريکا سره يې هوکړه شوې ده.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=54293

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading