بازتاب نیوز

د باميانو معترضان او له کورونا سره د مبارزې په برخه کې د حکومت تبعیض

١٩ وری ١٣٩٩ سلام وطندار

د باميانو ولايت يو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالانو په يوه اعتراضيه غونډه کې له کورونا سره د مبارزې په برخه کې حکومت په تبعيض تورن کړ او ويې ويل چې دې ولايت ته ځانګړې شوې پيسې او هغه توکي چې له کورونا سره د مبارزې په برخه کې ورکړل شوي، کم دي.

معترضان وايي، په داسې حال کې  چې ټوله نړۍ له کورونا سره لاس او ګرېوان دي خو افغان حکومت په اوسني شرایطو کې دوه‌ګونی چلند کوي او اړتيا ده چې له داسې کړنو لاس واخلي او ټولو ولايتونو ته په انډوله توګه پيسې او امکانات ورکړل شي.

دوی وايي، په دې ولايت کې د کورونا ويروس د تشخيص لپاره تر اوسه ځانګړی مرکز نه لري او بايد ژر تر ژره جوړ شي.

د باميانو يو اوسېدونکی عبدلله دانشیار وايي، د کورونا ويروس ناروغانو لپاره يوازې څو بسترونه ځانګړي شوي چې دا شمېر بسترونه بېخي کم دي.

معترضان وايي، ياد ولايت ته ۳۰ میلیونه افغانۍ کمې دي چې د کورونا ويروس د ناروغانو درملنه پرې وکړي او له حکومته غواړي چې په دې برخه کې له سره غور وکړي.

د باميانو د اوسېدونکيو د ادعاو پر خلاف د ياد ولايت د والي وياند عبدالطیف عظيمي سلام‌وطندار ته وايي چې د باميانو سيمه‌ييزې ادارې د حکومت مرکزي ادارې ته د ۳۵۰ بستري روغتون  د جوړېدو وړانديز کړی دی.

د نوموړي په وينا، د ۳۰ ميليونه ځانګړيو شويو افغانيو ۲ ميليونه يې د باميانو سيمه‌ييزې ادارې ته ورکړې دي او نورې به شرایطو ته په کتو ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په ټول باميان کې پر کورونا ويروس د شکمنو کسان شمېر ۳۰ ته رسېږي چې له دې ډلې ۲۰ يې منفي وو او ۱۰ نور يې د ازمايلو حال کې دي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=54294

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading