بازتاب نیوز

په بلخ کې وسله والو طالبانو اووه ملکي وګړي په ډزو وژلي

٢٠ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي په شولګرې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا د اوو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي. د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل کلید ته وویل، تېر ماښام ناوخته طالبانو د شولګرې ولسوالۍ پر قوزي خوال کلي برید وکړ او اووه ملکي وګړي یې له ځان سره بوتلل. عادل زیاتوي، چې نن سهار د یادو کسانو مړي د جلي سورخ په سیمه کې پیدا شوي او په دې پېښه کې یو ۱۰ کلن ماشوم هم ټپي شوی دی. د بلخ سیمه ییز چارواکي وایي، طالبانو دغه کسان له دې کبله وژلي، چې د حشر او ذکات له ورکولو یې ډډه کړې وه. تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. The post په بلخ کې وسله والو طالبانو اووه ملکي وګړي په ډزو وژلي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/04/08/په-بلخ-کې-وسله-والو-طالبانو-اووه-ملکي-وګ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading