بازتاب نیوز

د امیري کمپلکس روغتون فعالیت وځنډول شو

٢٠ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د عامې روغتیا وزارت چارواکي په کابل ښار کې د امیري کمپلکس روغتون د فعالیت ځنډېدو خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار نن یوې خبري غونډې ته وویل، چې د دغه روغتون ۶.۵ فیصده کارکوونکي پر کورونا وېروس اخته شوي دي. هغه زیاته کړه، تر هغه چې د یاد روغتون د ټولو کارکوونکو د کوویډ ۱۹ ناروغۍ ازموینې مالومېږي، دغه روغتون خپلو فعالیتونو ته دوام نه شي ورکولی. د امیري روغتون فعالیت پر داسې مهال ځنډول کېږي، چې په یاد روغتون کې د حبیب الله حنیف په نوم ډاکتر د کورونا وېروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ. یاده دې وي چې تر اوسه په افغانستان کې ۴۲۳ کسان پر کورونا وېروس اخته شوي دي، ۱۴ مړه او ۲۰ نور ترې روغ شوي دي. The post د امیري کمپلکس روغتون فعالیت وځنډول شو appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/04/08/د-امیري-کمپلکس-روغتون-فعالیت-وځنډول-شو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading